د لومړۍ ناحيي اړوند څلورم ګذر لپاره نوی ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ عمومي ریاست د طرزالعمل مطابق ښاغلی عزیز الله عزیز د میراحمد شاه زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند څلورم ګذر غربي شهرنوی اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري ترڅنګ د ښاروالۍ یو شمیر مدیرانو د مشورتي بورډ معاون حاجي حفیظ الله همکار او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو
د ښاري حکومتوالۍ د مسؤلینو له لوري ښاغلي عزیز الله عزیز ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته شوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي
په پای کې وکیل عزیز د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام تر څنګ د څلورم ګذر له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي