د اسد د ۲۴مې ملي ورځې په پار په لغمان کې د مبارکۍ او عامه پوهاوي بنرونه په مختلوفو شعارونو سره ولګول شول

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۰:۳۰
بنرونه

د اسد د ۲۴مې ملي ورځې د شاندارې نمانځنې په موخه، په لغمان ولایت کې د مهترلام ښاروالۍ، د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ د ښار په بېلابېلو سیمو کې د مبارکۍ او عامه پوهاوي بنرونه د مختلفو ملي شعارونو سره ولګول شول
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وايي، چې دوی د بنرونو ترڅنګ د یادې ورځې د ښې نمانځنې په موخه ټول ښار په سپینو بیرغونو هم پوښلی دی
 بل اړخ ته بیا د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي ویلي، چې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اسد د ۲۴مې یا   د امریکایي اشغال څخه د آزادۍ د ورځې د ښې نمانځنې په موخه تبلیغاتي پوسټرونه هم نصب شوي دي
یاده ورځ چې د هېواد د آزادۍ او د ۱.۱.۱ د بریا نښه ده، په لغمان کې د منظم پلان او پراخو ترتیباتو له مخې به په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS