د اسد ۲۴مې ویاړلې ورځې په مناسبت مهترلام ښار کې د ښکلا او بېرغونو د نصبولو چارې ترسره شوې
د اسد ۲۴مې ویاړلې او تاریخي ورځې د لا ښه نمانځنې په موخه، د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د مهترلام ښار په بېلابېلو برخو کې د ښکلا او بېرغونو د نصبولو چارې ترسره شوې
د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د یادو فعالیتونو پر مهال وویل، چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښوونه، د اسد ۲۴مې تاریخي ورځې د درناوي په موخه د ښار په بېلابېلو برخو کې د رنګینو څراغونو د نصبولو ترڅنګ د ګلدانونو د رنګولو، د فلزي او ټوټییزو بېرغونو د نصبولو چارې ترسره شوې
نوموړي زیاته کړه، چې د ښار د ښکلا دغه فعالیتونه د دې لپاره ترسره کېږي، ترڅو د اسد ۲۴مې ویاړلې ورځې په مناسبت ښار ځانګړې ښکلا ومومي او د یادې تاریخي ورځې درناوی په ښه ډول ترسره شي
د یادونې وړ ده چې د اسد ۲۴مه د افغان ملت د قربانیو، سرښندنو او د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو د ویاړلې ورځې په توګه هر کال په ټول هېواد کې په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي
