د درېیمې ناحيي اوسیدونکو له مهترلام ښاروال سره خپلې ستونزې شریکې کړې

د مهترلام ښار د درېیمې ناحيي اړوند د R3 د سیمې یو شمیر اوسیدونکو له مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت سره خپلې سیمه ایزې ستونزې شریکې کړې
دوی له ښاروال ښاغلي شهامت څخه مننه وکړه چې د مهترلام د اوسیدونکو ستونزې د حل په موخه مخامخ اوري
مشرانو لومړی د ښاروالۍ له هغه کارونو مننه وکړه چې د دوی په سیمه کې شوي دي او وې ویل چې د سیمې فرعي سړکونه یې اوس مهال تخریب شوي او بله دا چې د دوی کلی د سېلابونو له خطر سره مخ دی، باید ورسره همکاري وشي
ښاروال ټولو راغلو سپین ږیرو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او ډاډ یې ورکړ چې ستونزو ته به یې په وخت رسیده ګي کوي