د دویمې ناحیې اړوند د بخش اول او اطفائې آمریت شاوخوا د کثافت دانیو د پاکولو او د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د بخش اول سیمې او اطفائې آمریت شاوخوا د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه
هغه کثافت دانۍ چې له کثافاتو ډکې شوې وې خالي او راټول شوي کثافات یې یو لیرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول
