د دویمې ناحیې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د تنظیف مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه، چې له ویالو او پلچکونو څخه ټول کثافات راویستل شول او د چاپېریالي اصولو مطابق یو لیرې ځای ته انتقال او دفن شو
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله د پلان له مخې ټولو ناحیو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه په ورځني ډول رسیدنه کوي او ښاریانو لپاره پاک چاپېریال برابروي
