د سبزي مارکیټ دوکاندارانو ته سپارښتنه وشوه چې د نرخنامې مطابق په خپلو ټاکلو ځایونو کې جنسونه وپلوري

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۵
ناسته

د مهترلام ښاروالۍ مرستیال الحاج عبدالطیف اخندزاده چې د دویمې ناحيې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل یې ملتیا کوله د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا ښارګوټي اړوند د سبزي مارکیټ له دوکاندرانو سره ناسته ترسره کړه

په یاده ناسته کې اخندزاده د سبزي مارکیټ دوکاندارانو ته سپارښتنه وکړه چې د نرخنامې مطابق په خپلو ټاکلو ځایونو کې جنسونه وپلوري
نوموړي ټينګار وکړ چې د ښاروالۍ له لوري کوم ځایونه دوکاندرانو ته ورکړل شوي باید په هماغه ځایونو کې د نرخنامې مطابق خپل پیر او پلور وکړي
د ناحيې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل وویل چې دی به وخت پر وخت له مارکیټ څخه څارنه کوي، د نرخنامي سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS