د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په لارښوونه او‌ د ارشاد حج اوقاف ریاست سره په همغږۍ، مهترلام ښاروالۍ لومړۍ ناحیې اړوند خالد بن ولید جامع مسجد کې ( جماعت په جماعت د ښاري فرهنګ پياوړتيا) تر عنوان لاندی خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۵:۵۲
شاروالی مهترلام

د نوموړي مسجد خطیب مولانا عطاء محمد حقاني د مهترلام ښاریان، د ځان د پاکوالي ترڅنګ د ښار نظافت ته، د لارو څخه د ناپاکو ‌او‌ مضر ه شیانو لرې کولو، د عامه تاسیساتو ساتنې او د ښاري فرهنګ او پرمختګ پياوړتيا اړوند يې اسلامي لارښوونې له ښاريانو سره شريکې کړې او د پورته یادو شوو برخو پياوړتيا لپاره يې عام وګړي وهڅول.

مولوي صاحب حقاني پاکوالی د ایمان یوه څانګه وباله، ددې ترڅنګ ښاغلي حقاني وویل، چې مهترلام ښار زمونږ د کور حیثیت لري او د کور په پاکوالي کې د کورنۍ هر غړی مکلف دی، چې د نظافت خیال وساتي؛ ترڅو د یو پاک او ستره ښار څښتنان شو

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS