د لغمان مرکز مهترلام، بابا صیب دښته کې په څه باندې ۸ جریبه ځمکه کې د اسحاق ننګیال په نامه پارک ګټې اخیستې ته وسپارل شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۵:۴۲
افتتاح پارک اسحاق ننګیال

ددغه پارک د لومړي فاز کارونه په څلورو میاشتو کې ختم شوي، او د سر سبزۍ کارونه به یې له دې وروسته شروع شي. ددغه پارک ټول لګښت پنځه نیم میلونه افغانۍ دی چې راتلونکي کارونه به یې هم په نږدې راتلونکي کې شروع او په ښه کیفیت به د سیلانیانو د سرګرمۍ ځای شي. د مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزی وايي چې دغه پارک یې ځکه د اسحاق ننګیال په نامه ونوموه چې فکر یې لا ژوندی پاتې شي او نوم یې همداسې د خلکو په خولو وي.

ددغه پارک له جوړیدو او د اسحاق ننګیال په نامه کېدو څخه د مرکز مهترلام اوسیدونکي هم خوښ دي دوی وايي چې اسحاق ننګیال د شعر او ادب برخه کې ستره پانګه ولس ته پریښي چې باید نوم یې لا ژوندی وي.

ددې تر څنګ ددغې سیمې اوسیدونکي هم خوشحاله دي چې د سرګرمۍ لپاره ورته داسې پارک جوړیږي. دوی وايي په دښتو کې د شنو بوټو کینول او زرغونول د سیمې د ښکلا تر څنک د خلکو په ذهنونو هم ښه تاثیر غورځولی شي.

 

په درنښت

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS