د مشرتابه ۱۷مه ګڼه فرمان د لغمان ولایت په مختلفو ساحو کې نصب شو

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۵
فرمان

د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو ریاست او د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ د لغمان ولایت د مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو کې د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان د عملي کولو او تطبیق په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مطبوعاتو ریاست له لوري د راغلي پلاوي د معلوماتو له مخې، دوی د لغمان مرکز، ولسوالیو او عمومي لارو کې د یاد فرمان په اړه بنرونه لګولي، څو خلک ترې ښه اګاهي ترلاسه او د مشرتابه ۱۷مه ګڼه فرمان په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي

په ۱۷مه ګڼه فرمان کې ټینګار شوی، چې د خېښیو، ودونو، مصیبتونو، او همداراز د حج او عمرې له راستنېدو پر مهال باید له هغو ناسم او ستړیا جوړونکو دودونو څخه ډډه وشي، کوم چې د خلکو پر اقتصاد او ټولنیزو ارزښتونو ناوړه اغېز لري

د لغمان مېشت اوسېدونکي د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو ریاست یاد اقدام ستایي او د مشرتابه د فرمانونو هرکلی کوي. دوی وايي، د یاد فرمان په عملي کولو سره به له یوه اړخه خلک له اقتصادي مشکلاتو وژغورل شي او له بلې خوا به له ناوړه رواجونو، تاوتریخوالي او ټولنیزو بدبختیو څخه خلاص شي

مهترلام ښاروالۍ له لوري په یوې پراخې غونډه کې یاد فرمان اصنافو، ګذر وکیلانو او ښاریانو ته هم تشریح شوی او له هغوئ څخه یې د عملي کولو په موخه غوښتنه شوې

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS