د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

د مهترلام ښاروالۍ د دریمي ناحيي اړوند ارچهار دویم مارکیټ د قرارداد لپاره غفران الله د محمد یعقوب زوی د میاشتې کرايي ۶۱ زره افغانۍ نرخ ورکولو سره په مزایده کې ګټونکی شمېرل شوی، که هرڅوک په یاده پروسه نیوکه لري خپل اعتراض دې په لیکلي بڼه تر ۷ ورځو پورې د مهترلام ښاروالۍ تدارکاتو او خدماتو مدیریت ته وسپاري