د مهترلام ښاروالۍ دیوالونو د ترمیم او رنګ کولو چارې جریان لري

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۷:۳
رنګمالۍ

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د یادې ادارې د ودانۍ دیوالونو د ترمیم، پلستر او رنګمالۍ چارې روانې دي

په همدې موخه، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت‌الله شهامت د کارونو د کیفیت ارزونې لپاره له پروژې څخه لیدنه وکړه او د چارو د لا ښه تطبیق سپارښتنه یې وکړه

ښاروال وویل، چې د ښاروالۍ ودانۍ ځینې برخې د وخت په تېرېدو لږ څه تخریب شوې وې، چې له همدې امله د ترمیم او رنګمالۍ کارونه پیل شوي دي 

نوموړي زیاته کړه، چې ښاروالۍ وخت پر وخت د خپلو ملکیتونو څارنه کوي او د هر ډول زیان په صورت کې یې ژر تر ژره د ترمیم اقدامات ترسره کوي

د یادونې وړ ده، چې د دغو چارو تر څنګ به د مهترلام ښاروالۍ له لوري په روان کال کې ۱۱ د بیارغونې پروژې هم پلي شي، چې له امله به یې د ښار د ښکلا ترڅنګ ګڼو خلکو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS