د مهترلام ښاروالۍ د باغ سراج هوټل او د تشنابونو ازاده مزایده ترسره شوه

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۵:۳۵
مزایده

یادې مزایدې د مهترلام ښاروالۍ د تعین شوي کمېټې په حضور کې ترسره شوې، چې د باغ سراج هوټل په مزایده کې ۳ داوطلبانو برخه اخیستې وه چې عبدالمالک د نثار احمد زوی د میاشتې کرايي لپاره ۱۸ زره ۶۲۵ افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی شو

همداراز د لومړۍ او دویمې ناحيو اړوند د تشنابونو په مزایده کې بیا ۳ داوطلبانو ګډون کړی وو، چې شفیق الله د محمد روز زوی د میاشتې کرايي لپاره ۳۴ زره ۲۰۰ افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمېرل شو

که هر څوک په یادو مزایدو کوم نیوکه یا هم اعتراض لري، کولای شي له همدې نن ۱۶م تاریخ څخه تر ۷ ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د مهترلام ښاروالۍ د تدارکاتو او خدماتو مدیریت ته وسپاري

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS