د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار د بېلابیلو ساحو د جارو کولو چارې ترسره شوې

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۷:۲
 تنظیف

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکوونکي هره ورځ د نورو چارو ترڅنګ د ښار پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه کوي، او د ښار د جارو کولو ( خاکروب) چارې ترسره کوي، چې نن یې د تل په څیر یو ځل بیا د مهترلام ښار د بېلابیلو ساحو د جارو کولو چارې ترسره کړې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د لارښونې له مخې، د تنظیف کارکوونکي په بېلابېلو ډلو وېشل شوي دي، چې یوه ډله د کثافاتو راټولولو او انتقال چارې ترسره کوي، بله ډله د سرکونو جارو کولو مسؤلیت لري او درېیمه ډله د ښار د نظم او پاکوالي په برخو کې فعالیت کوي
د یادونې وړ ده، چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي شپه او ورځ د ښار د پاکوالي او منظم ساتلو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS