د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډلې له لوري د علینګار د عمومي سړک صفايي ترسره شوه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۵:۱
د لومړۍ ناحيي صفايي


نن د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند له ښار څخه تر شیخانو کلا پورې د علینګار د عمومي سړک د ویالو، پلچکونو، او د پلو لارو صفایي ترسره شوه

په یاده صفایي کې هغه پلچکونه او لارې چې د کثافاتو له امله بندې شوې وې، کثافات ترې راټول او لارې په منظم شکل خلاصې شوېیاده دې وي چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په مختلفو برخو کې خپل فعالیتونه کوي او کثافات راټولوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۶:۱۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پنځه پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

یاد کانال چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۶:۴
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې پرژوې چارې پیل شوې

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت په پارکونو کې چمنونو، ونو او بوټو ته د اوبو رسولو او ذخیرو جوړولو چارې پیل شوې

د یادې پروژې بنسټ ډبره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۷:۳۶
Background image

د قبایلو ریاست مخې ته د پلو لارو د جوړولو، د کټارو او برېښنايي تنویري پایلو د لګولو چارې په چټکۍ روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د لغمان ولایت د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د پلو لارو د جوړولو، د کټارو او برېښنايي تنویري پایلو د لګولو چارې په چټکۍ روانې دي، چې تر اوسه یې ۷۰% سلنه. . .

BACK TO NEWS