د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۴۳
پاکوالی

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د ویالو او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور ریحان‌الله اریان په مشرۍ ترسره شوه، چې له ویالو او پلچکونو څخه ټول کثافات راوویستل شول او همداراز هغه کثافت دانۍ چې په ساحو کې د کثافاتو له امله ډکې شوې وې خالي او د چاپېریالي اصولو مطابق یو لیرې ځای ته انتقال او دفن شوې

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله د پلان له مخې ټولو ناحیو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه رسیدنه کوي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۵۰
Background image

د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو او منظمولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۷
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند ګمین کلي لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی محمد شریف اکبري د محمد حنیف زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ګمین کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۵:۴۴
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

BACK TO NEWS