د مهترلام ښاروالۍ د درې نوي بستونو لپاره له ۱۵۰ کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ او د ولایت مقام د تعین شوي کمیټې په حضور کې د مهترلام ښاروالۍ د درې ( ثبت املاک ۶ درجه) بستونو لپاره له ۱۵۰ شارټ لیست کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه
د ازموینې پرمهال مهترلام ښاروال ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او وې ویل چې ازموینه شفافه ده، حق به حقدار ته ورکول کېږي او د ډیرو نمرو لرونکي کسان به یادو بستونو ته بریالي اعلانوي، ترڅو د وطن د آبادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي
د ازموینې ګډونوالو له یادې پروسې خوښي وښوده او له ښاروال ښاغلي شهامت څخه یې مننه وکړه چې د ازاد رقابت له لارې خلک په دندو ګماري
یاده دې وي چې له دې وړاندې هم ښاروالۍ کې د ځینو بستونو لپاره ازموینې اخیستل شوي چې حق حقدار ته ورکړل شوی دی