د مهترلام ښاروالۍ د فعالیتونو، د ښار روښانه کولو او ښاریانو ته د کاري زمينې برابرولو دوام

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۷:۳۵
قرارداد لاسلیک

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي عوایدو د لومړۍ او پنځمې ناحیو اړوند د ده مَلخ له پله څخه تر قرارګاه پورې د برېښنايي تنویري پایو ترمیم ترسره کېږي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویل، چې یاده پروژه د ښاروالۍ له داخلي بودجې د څه کم دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ترسره کېږي، چې نن یې له ګټونکي شرکت مسؤل سره قرارداد لاسلیک شو

نوموړي وویل، په یاده پروژه کې به په ورځني ډول شاوخوا  لس کسانو ته د کار روزګار زمینه هم برابره شي

همداراز ښاروال د قرارداد پرمهال د شرکت مسؤل ته د ښه معیاري کار کولو سپارښتنه وکړه او له نوموړي یې غوښتنه وکړه چې کارونه د دوو میاشتو په موده کې ترسره کړي

د یادونې وړ ده چې د تیر کال په پرتله سږکال د مهترلام ښاروالۍ د بیارغونې کارونه زیات شوي چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS