د مهترلام ښاروالۍ له لوري د حاجیانو د سرک د جوړیدو چارې په منظم شکل روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دویمې ناحيي اړوند د حاجیانو د کلي د سرک د جوړیدو چارې په منظم شکل د پلان له مخې روانې دي چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د یادې پروژې له کارونو څخه لیدنه وکړه
ښاروال د پروژې مسؤلینو باندې د ښه معیاري او اساسي کار کولو ټینګار وکړ او ترې یې غوښتنه وکړه چې کارونه د پلان مطابق پر وخت ترسره کړي
یاده پروژه چې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې د ۳۶۰ متره په اوږدوالي او ۱۵ متره په پلنوالي سرک کانکریټ اچول، دواړه خواړو ته یې ویالې، پلې لارې او یو طرف ته یې استنادي دیوال جوړول شامل دي چې اوس مهال یې کارونه په منظم شکل جریان لري