د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پاک چاپېریال ساتنې کمېټې ته وسایل ورکړل شو

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۵:۲۰
کمېټه

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د کمېټو د ملاتړ لپاره د ښاروالۍ له لوري اړین وسایل ورکول کېږي ترڅو د کمېټې غړي په اسانۍ سره خپل فعالیتونه ترسره کړي

په همدې لړ کې نن د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر حاجي عباس عمري د روښان عالي لېسې له کمېټې څخه لیدنه وکړه او د کمېټې د فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره یې یو شمېر وسایل چې پکې یوه لاسي کراچۍ، دوه بیلچې، دوه ښاخۍ، ۳۰۰ ماسکونه، د تنظیف واسکټونه او پنځه جوړې دستکشې شاملې وې د یادې لېسې مدیر مبشیر امیري ته وسپارلې، ترڅو د کمېټې غړي ترې ګټه واخلي

ښاري حکومتولۍ آمر د کمېټې له غړو وغوښتل، چې د ښوونځي د پاک چاپېریال ساتنې ترڅنګ د ښار پاکوالي ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړي

د روښان عالي لېسې مدیر ښاغلي مبشیر امیري د ښاروالۍ یاد اقدام وستایه او د ښاري حکومتولۍ آمریت څخه یې مننه وکړه چې د یادو کمېټو څارنه کوي او اسانتیاوې ورته برابروي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS