د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پلو لارو د خلاصون او د ښار د پاکوالي ګډ آشر ترسره شو

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۵:۴۶
ګډ آشر

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، چې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز، د ترانسپورټ ریاست او لومړۍ امنیتي حوزې مسؤلینو یې ملتیا کوله، د ګڼه‌ګوڼې د مخنیوي، د پلو لارو د خلاصون او د ښار د پاکوالي په موخه ګډ آشر ترسره شو

یاد آشر د مهترلام ښار په بېلابېلو ساحو کې ترسره شو، چې په ترڅ کې یې هغه دوکانداران او هټیوال تنظیم شول چې د اختر شپو او ورځو کې یې د ترپالونو، چترۍ‌ګانو او نورو توکو په وسیله یې پلې لارې بندې کړې وې، یادې لارې بېرته د ښاریانو پر مخ خلاصې شوې

د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي دوکاندارانو او هټیوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د پلو لارو د خلاص ساتلو ترڅنګ د ښاري نظم اصول مراعات کړي

نوموړي همداراز د هندواڼو پلورونکو ته لارښوونه وکړه، چې د ښار پاک ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او یوازې په خپلو غرفو او د ښاروالۍ له لوري په ټاکل شویو ځایونو کې خپلې چارې ترسره کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS