د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ګلدانونو جوړولو او د ګلانو منظمولو چارې روانې دي

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۹:۲۵
منظمول

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د ښکلا او سرسبزۍ د دوام په موخه د پلان له مخې د ګلدانونو جوړولو، د ګلانو منظمولو او خړوبولو چارې دوام لري

د تنظیف او سرسبزۍ مدیر حاجي شفیع‌الله نیازي، چې مامور ریحان‌الله اریان یې ملتیا کوله، د یادو چارو د ښه تطبیق د ارزونې په موخه لیدنه وکړه او پر کارکوونکو یې د لا ښه کار کولو ټینګار وکړ
مامور ریحان الله اریان وویل، چې دوی د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په ځانګړې لارښونه د ګلدانونو جوړولو، د ګلانو منظم کولو او خړوبولو چارې ترسره کوي، چې د ښار ټول ګلدانونه، ګلان او زینتي بوټي به منظم کړل شي

د یادونې وړ ده چې له دغو کارونو سره به د مهترلام ښار ښکلا لاپسې زیاته شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS