د مهترلام ښاروالۍ له لوري ۳۵۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۵:۵۲
پروژې

د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې او د یونفس همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۴ پراختیايي پروژو چارې روانې دي، چې ورسره ۳۵۵۰ بې‌روزګاره ځوانانو ته په ورځني ډول د کار زمینه برابره شوې ده

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وايي، له یادو ۱۴ پروژو څخه ۶ پروژې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې او ۸ نورې پروژې د ښاروالۍ تر چتر لاندې د یونفس همکارې مؤسسې له لوري پلي کېږي

نوموړي زیاته کړه، په دغو پروژو کې هره ورځ شاوخوا ۳۵۵۰ بې‌روزګاره ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې، چې له یوې خوا د پروژې په پلي کېدو کې ونډه اخلي او له بلې خوا خپلو اولادونو ته حلال رزق ګټي

ښاروال وايي، په راتلونکو څو میاشتو کې به د مهترلام ښاروالۍ او همکارو مؤسسو له لوري یو شمېر نورې پراختیايي پروژې هم پیل شي، چې په پلي کېدو سره به یې زرګونو نورو بې‌روزګاره ځوانانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS