د مهترلام ښاروالۍ ملاتړبرنامه کارموندنې (EZ_KAR) د مهترلام ښاروال او اداري کارکوونکو ته دخپل دتيروشپږمياشتوترسره شووکړنوراپور،شريک کړاودراتلونکوپلانونوپه تطبيق کى دهمکاريوغوښتونکې شول.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۴:۲۷
nm

د برنامی پیل د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره وشو چی د پیل خبری مهترلام ښاروالی انجنیر نظیف الله الکوزی وکړی او یادی برنامی پر عمومي اهدافو یې رڼا واچوه

مهترلام ښاروال په خپلو خبرو کې واضحه کړه: چې ددی برنامې هدف په ښارونو کی د کاری فرصتونو او اشتغال ځایۍ له لارې ښاریانو ته د کار د زمینې برابرول دي چې وکړای شي په خپله سیمه کې د ابادۍ او رغنیزو کړنو جریان چټک کړي

ورپسي ایزي کار د ولایتي برنامې مسؤل ښاغلي مشعل قیومي د برنامې د پیژندنې ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې یاده برنامه به په لغمان ولایت مثبتې پایلې ولري او د مهترلام ښار میشتو ولسونو ته به ډیری کاري فرصتونه برابر شي، ښاغلي قیومي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: چې د فرصتونو د برابرۍ په برخه کې نړیوال او ملي موسسات له موږ سره همکار دي او کار موندنې په برخه کې به کوټلي ګامونه اخلو.

ناسته

له اجنډا سره سم د برنامي په تخنیکي برخه انجنیر حامد مفصل معلومات وړاندې کړه او وویل: موږ د ښاروالۍ له رهبرۍ او پرسونل څخه منندوۍ یو، د ښاروالۍ د کارکوونکو په همکارۍ مو وکولای شو چې د کارموندنې برنامې د تظبیق ساحه وپیژنو او برنامې پولې مشخصې کړو، چې پیله کې مو د مهترلام او ښاروالۍ اړوند د پنځه ګونو نواحیو سرحدات مشخص تعین کړل، هره ناحیه څومره مساحت لري او ترڅنګ مو د هر وکیل ګذر د فعالیت سیمه مشخصه کړه، چې نتیجه کې یې معیاري ګذرونه رامنځ ته شول.

ښاغلي حامد وویل: د ښاروالۍ ریاست د غوښتنو په اساس موږ چمتو یو، چې د یادو ترسره شویو فعالیتونو او د نواحیو د جړو شویو سرحداتو نقشې د اړونده ریاست په لاسرسۍ کې ورکړو.

له اجنډا سره سم د یادې برنامې د ښه تطبیق او د رغنیز بهیر د چټکتیا او د نواحیو په برخه کې د ستونزو په تړاو ازاد بخث ترسره شو او د یادې برنامې په پای کې مهترلام ښاروال د کارموندني له ولایتي مسؤل او کاري ټیم څخه مننه وکړه او د لا زیاتې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

.

#مهترلام_ښاروالۍ

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS