د مهترلام ښاروال په مشری د راټولو شویو عوایدو په اړوند میاشتی غونډه ترسره شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۹:۱
مهترلام ښاروال

یاده ناسته نن چهارشنبه د میزان میاشتې په دیرشمه نیټه د مهترلام ښاروالۍ په ریاست کی وشوه

 مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي  د پیل په خبرو کی وویل دا چې ښاروالۍ یو تصدی اداره ده او خپل خدمات د راټولو شویو عوایدو پر بنسټ ترسره  کوې نو ښاریان مکلف دې ترڅو هغه خدمات چی د ښاروالۍ ریاست له لورې عرضه کیږې په مقابل کی یی هغه لازمه اندازه پیسی چی د یادو خدماتو په برخه کې د قانون مطابق پر هغوې لازم دی پر خپل وخت د  ښاروالۍ عوایدو ته تحویل کړي

وروسته د مالي او اداري امریت له لوري په (۱۳۹۹) مالی کال کی تر دې دمه  د راټولو شویوعوایدوپه اړه مجلس ته عمومي  راپور وړاندې کړ او هغه اندازه اټکل شوی عواید چی د راټولولو پیشبینې یی شوی وه د قناعت وړ وه

ناسته

مهترلام ښاروال له لورې د عوایدو مدیریت ته هدایت ورکړ شو تر څو په ښار کې د ټولو دکانونو دقیقه سروی وشی او د جواز د ویشلو په برخه کې اقدامات ترسره کړي 

د راپور له وړاندې  کولو وروسته د مربوطه مدیریتونو له لوری د  عوایدو د راټولو پر وړاندی د پرته ستونزو پر تشخیص تاکید وشو تر څو وپيژندل شی او د لمنځه وړلو لپاره یی لازم اقدامات ترسره کړی

په پای کی مهترلام ښاروال مالی اداری امریت ته سپارښتنه وکړه تر څو په یاده برخه کی خپل ګامونه لا چټک کړی تر وشو کولای د راټولو شویو عوایدو د پر ځای لګښت پر اساس په مهترلام ښارکې لازم انکشافی کارونه ترسره شی او هیوادوالو ته د خدمت مضدر وګرځو

په درنښت

مهترلام ښاروالۍ

د عامه پوهاوې او مطبوعاتو مدیریت 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS