د مهترلام ښار د ویالو پاک کاري او د سرکونو جارو کول ترسره شول

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۱:۲۳
جارو

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو د مهترلام ښار په بېلابېلو ساحو کې د ویالو او پلچکونو پاک کاري وکړه، ترڅو د اوبو د تېرېدو مخه خلاصه شي او د چاپېریال د ککړتیا مخنیوی وشي
همداراز د یادو کارکونکو له لوري د ښار د سرکونو خاورې او خځلې  خاکروب(جارو کول) هم په منظم شکل ترسره شول
یاده چاره هره ورځ د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډلې له لوري  د ښار د ښې ښکلا او د ښاریانو د سالم چاپېریال د برابرولو لپاره تر سره کېږي
د مهترلام ښاروالۍ رهبري خپلو ټولو ښاريانو ته ډاډ ورکوي چې د ښار د پاکوالي پروسه به دوامداره وي او له ښاریانو څخه هم هیله لري چې د ښار په پاک ساتلو کې خپله همکاري وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS