د مهترلام ښار د یو شمیر ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د رحماني چوک شاوخوا د یوشمیر ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه، چې له ویالو او پلچکونو څخه ټول کثافات راویستل شول، چې یو لېرې ځای ته به انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شي
د مهترلام ښاروالۍ رهبرۍ له ټولو ښاریانو څخه هیله کوي چې د ښار پاکوالي او نظم ته ځانګړې پاملرنه وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي، ترڅو د ښاروالۍ زیارکښ کارکوونکي یې یو مناسب ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن کړي
