د مهترلام ښار له قصابانو څخه جدي څارنه وشوه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۴
څارنه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي په ملتیا د ښار په بېلابېلو سیمو کې له قصابانو څخه څارنه ترسره کړه

ښاروال له قصابانو وغوښتل، چې غوښه یوازې د کرهنې او مالدارۍ ریاست د وترنري ډاکټر له تائید وروسته وپلوري، او ټینګار یې وکړ چې هر څوک چې له دې اصولو سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي

نوموړي همداراز هدایت وکړ، چې ټول قصابان دې د حفظ الصحې معیارونو ته په کتو شیشه‌خانه جوړه کړي او غوښه دې په منظم او خوندي ډول په هماغه ځای کې وساتي، ترڅو د ککړتیا مخه ونیول شي او د ښاریانو روغتیا خوندي پاتې شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS