د مهترلام ښار له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
یاده ناسته چې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري برابره شوې وه د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق ترڅنګ د مهترلام ښار د بېلابیلو ګذرونو ګذر وکیلانو او د ښاري حکومتولۍ مسؤلینو ګډون کړی وو
ښاروال په لومړیو کې ټولو راغلو ګذر وکیلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال پروژو په اړه معلومات وړاندې کړ او ټولو ګذر وکیلانو ته یې ډاډ ورکړ چې د ښار په بېلابېلو ګذرونو کې به د اړتیا له مخې د سرکونو، کوڅو او ویالو د جوړولو چارې ترسره شي
نوموړي زیاته کړه، چې د پروژو د پلي کېدو په برخه کې به د اړتیا او لومړیتوب له مخې ناحیو او ګذرونو ته نوبتي پاملرنه کېږي، ترڅو هغه ګذرونه چې ډېره اړتیا لري، لومړی تر پوښښ لاندې راشي
په پای کې ګذر وکیلانو په نوبت سره خبرې وکړې د ښاروالۍ وروستي فعالیتونه یې وستایل او خپل یو لړ ستونزې یې هم د حل په موخه شربکې کړې
