د مهترلام ښار په پینځمه ناحیه کی د سلام ځای تفریحې پارک د رغنیزو چارو له بهیره لیدنه ترسره شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۰:۲۴
jkl

نن دوشنبه د قوس میاشتې لسمه نیټه د مهترلام ښاروالۍ د لومړي ناحیی مدیر انجینر ذبیح الله حمیدي په مشرې د یاد پارک رغنیزی چاری له نژدی بررسې شوې

د سلام ځای تفریحې پارک چی په (۳۰۰) دری سوه جریبه ځمکه کی د مهترلام ښاروالۍ له لوري جوړیږې کارونه یی په چټکې سره پر مخ روان دي یاد پارک د مهترلام ښار په څنډه کې د مهترلام بابا زیارت سره نږدی قرار لری چی په جوړیدو سره به یی د مهترلام ښار ښکلا څو برابره شې او د هیواد په کچه به د تفریح لپاره یوبی ساری محل وې

123

څرنګه چی تیره شپه د ځینو مغرضو او وطن دښمنو افرادو له لورې یې د کارونو پر وړاندې خنډ رامنځ ته شو او ځینې برخې ورته تخریب کړې چې ساحه له نژدی څخه ولیدل شوه او اړوند قراردادی شرکت ته د مهترلام ښاروالۍ له لورې ډاډ ورکړل شو تر څو خپل کارونه په اطیمنان سره تر سره کړې او یادې کړې نشی کولای زموږ د ملی ارادې چی د هیواد ابادي او ښیرازي دی مخنیوی وکړې

همدارنګه د قراردادي شرکت مسوولینو اطمینان ورکړ چی د دوی چاري په چټکۍ سره پر مخ ځي او سپارل شوې کارونه به پخپل وخت سره پاې ته ورسوي

د یادونې وړ دې چی د سلام ځای پارک د جوړیدو په برخه کې د لغمان ولایت مختلف اقشار او ولایتې اداره د مهترلام ښاروالۍ له کړنو حمایت کوې او هر ډول همکارۍ ته چمتو دي

مهترلام ښاروالۍ دا ژمنه لرې تر څو پخپله برخه کې هیوادوالو او په خاصه توګه د مهترلام ښار اوسیدونکو ته لازم او ضرورې خدمات وړاندی کړې او د ښاریانو همکاري په دی برخه کی ډیره اړینه ده

په درنښت

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS