د مهترلام ښار ‌پرمختګ، سمسورونه، تنظيم او دغه ‌ښار نورو ملګرو ښارونو سره سيال کول مو د هدف سربېره ارمان هم دی!

ناپیژنده (not verified)
شاروالی مهترلام

له ‌ژمنې سره سم ‌د‌ مهترلام ښار د انکشاف او رغونې ‌بنسټيز باب پرانيزو ‌او د ښار په زړه کې لوړ پوړيز مارکيټونه، ټاورنه، سړکونو، تمځایونه او پارکونه جوړوو.

دا په ‌مهترلام ښار کې تازه جوړيدونکی ( مهترلام ټاور) دی، چې د ځمکتلي په شمول په شپږو پوړونو کې په اساسي ډول جوړیږي.

دا به ډېر ژر پرانیستل شي او همداسې به د نورو ډېرو ‌افتتاح ګانو شاهدان هم اوسئ.

دا ټاور به په خپله سينه کې معياري هټۍ، يو عصري هوټل او مجهزې رهایشي خونې هم ولري.

درنو ښاریانو!

موږ د مهترلام ښار د انکشاف او رغونې لپاره خواري کړې او يو اندازه بودجه مو ورته پیدا کړې ده، چې ژر به يې تاسو په رغنیزه برخه کې هم محسوس کړئ.

په ‌درناوي

مجاهد رحمت زی

مهترلام ښاروال

 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحيې اړوند د حاجیانو د کلي د سرک دوهم فاز چارې ترسره کوي، چې نوي سهاک ودانیز شرکت د یاد سرک جوړیدو پروژې لپاره ۱۵ میلیونه ۳۵۴ زره ۵ سوه ۳۳ افغانۍ نرخ ورکولو سره . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۰:۲۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحيي اړوند د شاپنګ مال غرب طرف د پارک د احاطې جوړولو پروژه په قرارداد ورکوي، هر هغه شرکتونه چې په شرایطو برابر وي او د یاد قرارداد د نیولو لیوال وي، خپل . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۲۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ غواړي چې په دویمه او درېیمه نواحیو کې اداري تعمیرونه جوړ کړي، هر هغه شرکتونه چې په شرایطو برابر وي او د یاد قرارداد نیولو لیوال وي خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر څخه . . .

Back to announcements