د ښاري نظم ګډ کمېسیون له لوري د مهترلام ښار نظم ټینګ شوی او ښاریانو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شوي

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۵:۵۸
ښار نظم

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ او د ښاري نظم ټینګښت ګډ کمېسیون د پرله‌پسې هلو ځلو له برکته ښاري نظم په بشپړه توګه ټینګ شوی او ښاریان دا مهال په اسانۍ سره تګ راتګ کوي
د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي وویل، چې د ښار د نظم د ښه کولو په موخه د ټولو لاسي پلورونکو لپاره ځانګړي او مشخص ځایونه ټاکل شوي دي، ترڅو د پلو لارو او سرکونو د بندېدو مخه ونیول شي
نوموړي زیاته کړه، چې د ښاري نظم د ګډ کمېسیون له لوري د ریکشاوو د منظمولو لپاره هم ځانګړی پلان ترتیب شوی، چې له مخې یې ریکشو ته په ښار کې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي
هغه وویل، که هره ریکشه یا لاسي کراچۍ والا په ښار کې ولیدل شي، د کمېسیون له لوري نیول کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
یاده دې وي چې بل اړه ته بیا مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت هم هلې ځلې پیل کړې ترڅو ښار ته پراختیا ورکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۳۸
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS