لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۶.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کانال د کیندلو او د ۵ پلچکونو د جوړیدو چارې پیل شوې
لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د دويمې ناحیې اړوند قبایلو ریاست مخ ته د یوه کانال د کیندلو او د پنځو پلچکونو په اساسي او معیاري شکل د جوړېدو چارې پیل شوې، د یادې مهمې پروژې بنسټ ډبره نن د لغمان والي، مهترلام ښاروال او یو شمیر نورو مسؤلینو لخوا کیښودل شوه
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویل، چې دغه کانال د ۸۳۰ متره په اوږدوالي سره چې ۵ پلچکونه هم پکې شامل دي، د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې میاشتې په موده کې جوړیږي چې په جوړیدو سره به یې سیمه کې د ادارو او کورونو د فاضلابو د اوبو بهیر روان شي او سیمه به له چټلیو وساتل شي
لغمان والي قاري بختیار معاذ د ښاروالۍ فعالیتونه وستایل او وې ویل چې لغمان کې د بیا رغونې او پراختیا برخو کې سږکال ګڼ شمیر پروژې روانې دي، او هڅه یې داده چې دغه ولایت کې نورې پروژې هم پلي کړي ترڅو د ابادۍ ترڅنګ ځوانانو ته هم په کور دننه د کار زمینه برابره شي
د مهترلام ښار اوسیدونکي د ښاروالۍ له فعالیتونو خوشاله دي او وايي، چې د یاد کانال په جوړیدو سره له یوه اړخه د اوبو بهیر منظم کېږي او له بله پلوه ځوانانو ته د کار زمینه برابریږي
د یادونې وړ ده چې روان کال لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ لخوا د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې پلي کیږي چې د ۵ پروژو چارې پیل شوي او پاتې نورې به هم په نږدې راتلوونکي کې پیل شي
