لغمان کې د ښاروالۍ له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لومړۍ ناحيې اړوند د سطان غازي بابا ښارګوټي دروازې څخه تر شهید عبدالله پښتون څلورلارې پورې د برېښنايي تنویري پایو د لګولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
بل اړخ ته بیا د څه کم دوه میلیونه افغانیو په لګښت د پنځمې ناحیو په مربوطاتو کې د ده مَلخ له پله څخه تر قرارګاه پورې د برېښنايي تنویري پایو د ترمیم چارې هم ترسره شوې دي
د مهترلام ښار اوسیدونکي د ښاروالۍ له فعالیتونو خوشاله دې او وايي، چې د تنویري پایو ترمیم او لګولو سره د ښار ښکلا زیاته شوې او تر ډیره د تګ راتګ سهولتونه برابر شوي