له بیوزلو سره د مرستی په لړی کی

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۷ - ۴:۱۵
مرستی

نن شنبه کرونا ويروس ځپلو ته د مرستو رسيدو په موخه له جوړ شوي خیريه صندوق څخه 443 هغو لاسي پلورونکو سره چې د ښار له تړلو سره یې کراچۍ او کار بند شوی, له هر یوه سره 2500 افغانۍ مرسته وشوه.
مهترلام ښاروال د مرستو د ویش له پروسې څخه څارنه کوی , په وینا یې خیریه صندوق ته نږدې پینځه میلیونه افغانۍ مرستې راټولې شوي,چې اړمنو او متضررو غریبو خلکو ته یې ویش جریان لري.
د مهترلام ښاروال د معلوماتو لمخې:
دغه مرستې د یوه شفاف میکانیزم لمخې د ګډې کمیټې چې په ترکیب کې يې ولایت مقام,ولایتي شورا,علماو شورا,ولسې مشران,د ښاروالۍ مشورتي بوردونو استازي او د دې ولایت ځوانان شامل دي,ویشل کېږي.

مرستی


مهترلام ښاروال وایي:
د اړمنو او متضررو تشخیص د ښار اصنافو او د دې ولایت بااحساسه ځوانانو کړی,چې اوس مهال ورسره مرستې شروع شوي.
د یادونی وړ دی چی  له خیریه صندوق تېره پنجشنبه 350 تنو لاسي پلورونکو چې د ښار قرنطین سره یې کارو بار بند دی مرسته شوې وه.
بل دا چې غریبو متضررو لاسي پلورونکو او اړمن خلک چې اصنافو او ځوانانو تشخیص کړي او ولایت مقام منظور کړي په نوبت به مرسته ورته ورسیږي.

۶/۲/۱۳۹۹

د مهترلام ښاروالی

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS