له مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سړک د استملاک چارې روانې دي
مهترلام ښاروالۍ له خپلې داخلي بودیجې د مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سړک د دوه لینه کولو پروژې چارې پرمخ وړي، چې دا مهال یې د استملاک او تخنیکي چمتووالي چارې په عملي ډول جریان لري
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې، د ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي انجنیران هره ورځ د یادې پروژې اړوند د استملاک چارې ترسره کوي
د پروژې مسؤل انجنیران وایي، چې د سړک د اساسي نقطو (BM) د تثبیت او نصبولو چارې بشپړې شوې او پاتې تخنیکي او عملي فعالیتونه په چټکۍ سره روان دي
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیاوې لا زیاتې او تر ډیره به د ترافیکي پیښو مخنیوی وشي
