مهترلام ښاروالۍ په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمر حاجي محمد زبیر سالار وايي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د مهترلام ښار له بېلابېلو عایداتي سرچینو څخه ۴۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي
د نوموړي په وینا، یاد عواید د مارکېټونو، غرفو، ښاري خدمتونو، جوازونو د وېش او نورو بېلابېلو سرچینو له لارې راټول شوي دي
بل لور ته، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وايي، چې ښاروالۍ سږ کال د شاوخوا ۱۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ پراختیايي پروژې پلي کوي
د نوموړي په خبره، په دې پروژو کې د سړکونو، کانالونو، پلچکونو او پلې لارو جوړول، د پارکونو زرغونول او د چاپېریال ساتنې په موخه د کثافتدانیو جوړول شامل دي
ښاروال زیاتوي، چې تر دې دمه د یادو پروژو له ډلې د شپږو پروژو چارې پیل شوې او پاتې نورې پروژې به هم د کال تر وروستیو پورې ترسره شي
هغه همداراز وويل، د ښاروالۍ له پروژو علاوه سږکال د یونفس همکارې موسسې په مالي ملاتړ ۲۵ بېلابېلې پروژې هم په مهترلام ښار کې پلې کېږي، چې اوس مهال د اتو پروژو چارې يې پيل شوي، چې زرګونه بې روزګاره ځوانانو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده
