مهترلام ښاروالۍ کار اهل کارته د سپارلو په موخه ۳ نوي بستونه د دوېیم ځل لپاره اعلان ته وسپارل

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۲:۲۷
ailan

Publish Date

Closing Date

مهترلام ښاروالۍ د کارونو په شفاف ډول پر مخ بېولو او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه ۳ بستونه چې ۶ درجه ثبت املاک مامور بستونه دي، د دوېیم ځل لپاره اعلان ته وسپارل
د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو مدیر عبدالوسع واحدي وايي، هر هغه څوک چې غواړي په ۶ درجه بستونو کې امتحان ورکړي حد اقل باید د څوارلسم سند ولري او یا هم د هغه معادل له دیني مدرسو څخه فارغ وي او د اړوند وزارت د فراغت سند ولريد یادونې وړ ده چې یادو بستونو ته د روانې جدي میاشتې له ۱۸ مې تر ۲۵مې نیټې پورې نوملیکنه کېږي

نور کارموندنهنور دلته

Back to vacancies