مهترلام ښاروال‌ مجاهد رحمت زی

ناپیژنده (not verified)
شاروالی مهترلام

د مهترلام ښار ښکلا لپاره، د ډاکټر عبدالله لغماني منار څخه، د محمد رحيم رحيم څلور لارې پورې د بوټو او ګلدان خونديتوب لپاره ‌کټاره جوړوو!

زموږ ‌کاري ټيم په ښار کې لومړنۍ سروې وکړه، موږ د ګلدان او بوټو خونديتوب لپاره ‌کټاره جوړوو، ددې ترڅنګ ‌د اوسپنيزو کپو ‌په مخکې د ويالې سر په اساسي بڼه هم رغووو.

د ښار د سړکونو د داغ نيونې پروژه ‌هم‌ تکمیل ده، د کټارو ‌او ویالو جوړولو سره جوخت به ددې پروژې چارې هم پيل کړو.

درنو ښاریانو!

د ښاري نظم موضوع هم زموږ لپاره لومړيتوب لري، د اوسپنيزو کپو ايښودلو برنامه ‌هم په چټکۍ سره روانه ده؛ ژر به د مهترلام ښار‌ ښکلا کې يو مثبت بدلون محسوس شي او تاسو به يې هم شاهدان يئ.

درنو ‌ښاريانو!

د ښار ‌په تنظيم،‌ تنظيف، ښکلا، پرمختګ او رغاوي کې ستاسو مرسته او رول ‌مهم دی، موږ يوازې مه پرېږدئ او په دې برخه کې راسره همکار اوسئ

 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۲۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ غواړي چې په دویمه او درېیمه نواحیو کې اداري تعمیرونه جوړ کړي، هر هغه شرکتونه چې په شرایطو برابر وي او د یاد قرارداد نیولو لیوال وي خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر څخه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۰:۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ یو عراده بابوکیټ ماشین، دوه عرادې فلډر موټرونه، دوه عرادې بارباري زرنجونه د ازاد رقابت له لارې خریداري کوي، هر هغه کسان چې په شرایطو برابر وي او د یاد قرارداد نیولو . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۲۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د پارکونو د اوبه کولو او حوضونو د جوړولو چارې ترسره کوي، چې نعمان عبدالاحد ودانیز شرکت په داوطلبۍ کې د (۱۷۰۲۲۴۲) افغانۍ نرخ ورکولو سره ګټونکی شوی، که هر څوک په یاده . . .

Back to announcements