مهترلام ښاروال ته د ښو فعالیتونو له امله ستاینلیکونه ورکړل شول

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۲۲
ښاروال ته ستاينليک

تیره ورځ د مهترلام ښاروالۍ له لوري ولسونو ته د ۱۴۰۳ مالي کال د حساب ورکونې معلوماتي غونډه ترسره شوه، چې د غونډې ګډونوالو له لوري د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت کړې فعالیتونه وستایل شول او د اصنافو ریاست مسؤلینو د مشورتي بورډ غړو او ګذر وکیلانو له لوري هغه ته د ښو کارونو له امله ستایلنلیکونه ورکړل شول
د اصنافو ریاست مسؤلینو وویل: چې مهترلام ښاروال تل هڅه کړې چې د ښاري نظم لپاره مثبته فضاء رامنځته کړي او د خلکو ستونزو ته ژر رسیدنه وکړي، همداراز د مشورتي بورډ غړو او د ګذر وکیلانو په خپلو خبرو کې د ښاروال ولسي چلند، د شفافیت پالنه په مهترلام ښار کې د پروژو پلې کول او له خلکو سره نېغه اړیکه وستایله
مهترلام ښاروال له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د مهترلام ښار د آبادۍ او سمسورتیا لپاره به لا زیات هلې ځلې او فعالیتونه کوي
د یادونې وړ ده چې په تیر ۱۴۰۳ مالي کال کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت په مهترلام ښار کې ۱۴ پراختیايي پروژې تطبیق شوي، چې په یادو پروژو کې د ښار دننه د سرکونو جوړول او ترمیم، د پیاده روونو جوړول د مهترلام ښار په پنځو ناحیو کې د کثافت دانیو ایښودل، د سبزي مارکیټ د بام ترمیم او  په ښار کې د تنویرې پایو  نصبول شامل دي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۵۸
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ښاري خدمتونو د ښه‌والي په موخه د کورونو ثبت سروې جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د لا ښه‌ والي او د صفایي محصول د دقیق ثبت په موخه، د پنځمې ناحیې مدیریت د استوګنیزو کورونو د ثبت سروې پیل کړې ده

د پنځمې ناحیې مدیر، محمد منیر فاروق،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۴۹
Background image

مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پروژو څخه لیدنه وکړه او د کار په ښه کیفیت یې ټینګار وکړ

د مهترلام ښار په مختلفو ساحو کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د دوو پراختیايي پروژو چارې جریان لري چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د يادو پروژو له کارونو څخه. . .

BACK TO NEWS