مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پرسونل سره د معرفت غونډه ترسره کړه

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۴:۳۶
ښاروال معرفت

د ریاست الوزراء د حکم له مخې د مهترلام ښاروالۍ لپاره د نوي ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق له ټاکل کېدو وروسته، نوموړي د ښاروالۍ له آمرینو، مدیرانو او مامورینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې د معرفت ناسته ترسره کړه

په دې غونډه کې نوي ښاروال ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې ښاروالۍ د ټولو ګډ کور دی او په ګډه همکارۍ به د مهترلام ښار د آبادۍ، پراختیا او ښاري خدمتونو د لا ښه والي لپاره هڅې وکړي

ښاروال همداراز د ښاروالۍ له ټولو آمرینو، مدیرانو او مامورینو وغوښتل، چې د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال له هر څه وړاندې د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي، څو د خلکو کارونه له ځنډ او خنډ پرته پر مخ ولاړ شي

په همدې حال کې د ښاروالۍ کارکوونکو په نوبت سره نوي ښاروال ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې د ښار د پرمختګ او ښاري خدمتونو د ښه کېدو په برخه کې به ورسره پوره همکاري او ملاتړ کوي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۵:۳۷
Background image

د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري چې مشري یې مامور عزت الله نیازي کوله د مهترلام ښار د یو شمیر ویالو او پلچکونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۵:۱۹
Background image

د مهترلام ښار د لومړۍ او دویمې ناحیو د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د لومړۍ او دویمې ناحیو د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۵:۱۶
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو او ګلدانونو څخه نظارت ترسره شو

د نیکمرغه لوی اختر له رخصتیو وروسته، د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د مهترلام ښاروالۍ له پارکونو، ګلدانونو. . .

BACK TO NEWS