مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پروژو څخه لیدنه وکړه او د کار په ښه کیفیت یې ټینګار وکړ

د مهترلام ښار په مختلفو ساحو کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د دریو پراختیايي پروژو چارې جریان لري چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د يادو پروژو له کارونو څخه ليدنه وکړه
یادې پروژې چې د قبایلو ریاست مخې ته د سرک جوړول، د حاجیانو کلي سړک رغول او د دارالمعلمین د مسیر سرک جوړونه رانغاړي، د ښاروال له لوري د ښاروالۍ تخنیکي ټیم او انجنیرانو په حضور کې له نږدې وکتل شوې
په یاده لیدنه کې ښاروال د پروژو پر مسؤلینو ټینګار وکړ چې کارونه دې د انجینري اصولو، تخنیکي معیارونو او ترتیب شوي پلان سره سم، په باکیفیته او اساسي ډول ترسره کړي
د یادونې ورځ ده چې په دغو دریو پروژو کې په ورځني ډول شاوخوا ۶۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې، چې دا چاره د خلکو اقتصادي وضعیت ته مثبته اغېزه رسوي