مهترلام ښاروال له اداري شعباتو څخه لیدنه وکړه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۱۹
 لیدنه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ له بېلابېلو اداري امریتونو او مدیریتونو څخه لیدنه وکړه او د کارکوونکو د فعالیتونو ارزونه یې ترسره کړه

ښاروال د لیدنې پر مهال کارکوونکو ته د حاضرۍ پر پابندۍ، د خدمتونو پر وخت وړاندې کولو او له مراجعینو سره د ښه چلند سپارښتنې وکړې

نوموړي ټینګار وکړ، چې ټول کارکوونکي باید خپل مسؤلیتونه په پوره اخلاص او ژمنتیا ترسره کړي، ترڅو د مراجعینو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروال د ښاروالۍ د نورو چارو ترڅنګ وخت پر وخت د ښاروالۍ له شعباتو څخه هم څارنه کوي ترڅو کارونه په منظم شکل پر مخ لاړ شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۷:۱۰
Background image

د تنظیف کارکوونکو له لوري د ویالو پاکولو او د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند کلچه پزۍ مخې ته د ویالې او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې
یاده چاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۷:۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د مارکیټ د ترمیم داوطلبي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار اړوند د کلي او پراختیا ریاست ترڅنګ د ښاروالۍ د مارکیټ د ترمیم د پروژې داوطلبي ترسره شوه
یاده داوطلبي د ولایت مقام د ټاکل شوې کمېټې په حضور کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۴:۱۰
Background image

لغمان کې د اسد ۲۴مه؛ د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه

لغمان کې د اسد ۲۴مه، د اسلامي امارت د بریا او د افغانستان د آزادۍ ورځ په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه، په دغو مراسمو کې د لغمان والي قاري بختیار معاذ، مرستیال والي حافظ انځرګل عبدالله،. . .

BACK TO NEWS