مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت، په ښار کې د نرخونو کنټرول په موخه د ښاروالۍ مشورتي شورا، ځوانانو بورډ او د اصنافو مشرانو سره ناسته وکړه!

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۶:۴۰
شاروالی مهترلام

مهترلام ښاروال له اصنافو وغوښتل، چې د نرخونو په کنټرول کې مهترلام ښاروالۍ سره همکاري وکړي او په دوکاندارنو دې سپارښتنه وکړي، ترڅو‌ د جنسونو په بيه کې پر درنو ښاریانو ظلم ونکړي.

دغه راز مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي ‌له مشورتي شورا او د ځوانانو بورډ استازو څخه هم وغوښتل، چې د نرخونو د کنټرول په برخه کې ښاروالۍ سره په ګډه ولسي څارنه وکړي، چې له امله يې په ‌ښار‌ کې نرخونه کنټرول شي او ښاريان مو هوسا شي.

د ناستې پر مهال مهترلام ښاروال ‌د ښاروالۍ اړوندو څانګو ته هم دنده وسپارله، چې نرخ نامې ترتیب کړي او پر هټيوالو يې د خبرتيا په بڼه ووېشي.

ښاروال وويل، چې په دې برخه کې ښاروالۍ ځانګړی پلان لري، چې له امله به يې نرخونه کنټرول شي او سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

په پای کې د ناستې ګډونوالو ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به ښاروالۍ سره ‌مرسته کوي، ترڅو په ښار کې نرخونه کنټرول واوسي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS