مهترلام ښارولۍ کرکټ لوبډلې پایلوبې ته لار ومونده

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۵:۵۲
کرکټ

د لغمان انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې عزیز امین سپورټس لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او  پایلوبې ته یې لار ومونده

په یاده لوبډله کې مهترلام ښاروالۍ لوبډلې مقابلې لوبډلې ته د ۴۰۰ منډو ستر هدف ټاکلی وو چې یاده لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او سیالۍ یې د ۱۳۹ منډو په توپیر مهترلام ښاروالۍ لوبډلې ته وبایلله
شوکت افغان یاده لوبه کې د مهترلام ښاروالۍ  لوبډلې په ګټه ۱۵۹ منډې ترسره کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري وايي، چې د دوی لوبډله ډیره پیاوړې ده او کولای شي چې د یادو سیالیو د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي

یاده دې وي چې مهترلام ښاروالۍ لوبډله سبا د پنج شنبې ورځ د انټرکلب سیالیو په پایلوبه کې د حاجي پردیس پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS