مهترلام ښار په رنګینو څراغونو لا ښکلی شوی
مهترلام ښاروالۍ د ښار د ښکلا، نظم او ښاري چاپېریال د لا ښه والي په موخه د ښار په بېلابېلو برخو کې د رنګینو څراغونو او ګروپونو د نصبولو چارې ترسره کړې دي، چې له امله یې د شپې له لوري د مهترلام ښار بڼه لا ښکلې او زړه راښکونکې شوې ده
یاده چاره د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ترسره شوې، چې د ښار په بېلابېلو ساحو کې د رنګینو ګروپونو نصبولو ترڅنګ د ښار برېښنايي تنویري پایې هم ترمیم او فعاله شوې دي
د دې اقدام له امله د ښار مهمې برخې دشپې له لوري په رڼاګانو روښانه شوې، چې ورسره د ښاریانو لپاره دشپې مهال د تګ راتګ زمینه هم لا اسانه او خوندي شوې ده
ښاریان د ښاروالۍ د یاد اقدام هرکلی کوي او وايي، چې د ښار د ښکلا، روښانتیا او آبادۍ په برخه کې د ښاروالۍ دا ډول هڅې د ستاینې وړ دي
