مهترلام ښار کې د څه کم ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنايي تنویري پایو د ترمیم چارې پیل شوې

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۹:۳۱
د تنويري پايو افتتاح

د مهترلام ښاروالۍ د سږکال پروژو په دوام د لومړۍ او پنځمې ناحیو په مربوطاتو کې د ده مَلخ له پله څخه تر قرارګاه پورې د برېښنايي تنویري پایو د ترمیم چارې پیل شوې

د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې د لغمان والي شیخ شېر احمد حقاني ترڅنګ مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د بېلا بیلو ادارو رئیسانو، د مختلفو نواحیو ګذر وکیلانو، ښاریانو او ولسي خلکو ګډون کړی وو

مهترلام ښاروال وویل، د یادو تنویري پایو د ترمیم چارې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د څه کم دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ترسره کېږي، چې په دوو میاشتو کې به یې کارونه بشپړ شي

همداراز نوموړي وویل، چې په یاده پروژه کې به په ورځني ډول شاوخوا لس کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي

لغمان والي وویل، په لغمان کې د بیارغونې کارونه په منظم شکل په ولسوالیو او مرکز کې روان دي، چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه برابره شوې ده

د مهترلام ښار اوسیدونکي د ښاروالۍ له فعالیتونو خوشاله دې او وايي، چې د تنویري پایو ترمیم سره په یاده ساحه کې د ترافیکي پیښو مخنیوی کېږي، دشپې له خوا رڼایي پیدا کېږي او د تګ راتګ سهولتونه برابریږي

د یادونې وړ ده چې د تیر کال په پرتله سږکال د مهترلام ښاروالۍ د بیارغونې کارونه زیات شوي چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۵:۳۳
Background image

د مهترلام ښار د پراختیا، د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د سړکونو د رغولو په موخه له مشورتي بورډ سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، چې د څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري او د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهد الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۵:۲۹
Background image

د کوټي تور، نانکزیو او ده هاشم سیمو اوسېدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه له ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې

د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د کوټي تور، نانکزیو او ده هاشم سیمو یو شمېر مشرانو او اوسېدونکو خپلې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۵:۲۶
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند شپږم ګذر لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی حضرت علي د محمد اسمعیل زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د شپږم ګذر د وکیل په توګه وټاکل شو

د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د. . .

BACK TO NEWS