په مهترلام ښار کې یو شمېر دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ شو

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د ښاروالۍ امرینو او د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله د حاجي عثمان ګلچه پزۍ ترڅنګ له هغه دوکانونو څخه لیدنه وکړه چې پخوا وختونو کې د ښاروالۍ په ملکیت کې په خپل سري توګه جوړ شوي او ساحه یې غصب کړې ده
ښاروال یادو دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ چې ژر تر ژره د ښاروالۍ اړوند ملکیتونو څخه خپل دوکانونه لرې او ساحه ښاروالۍ ته تسلیم کړي، که هر چا ساحه تخلیه نه کړه، قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د ښاروالۍ له لوري یو شمېر غصب شوې ساحې له غصب بیرته راګرځول شوي