په ټولنیزو چارو کې د لغمان ولایت مرستیالې د مهترلام ښاروالۍ د بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د لیدنې پرمهال یې مهترلام ښاروالۍ رهبرۍ سره یو لړ سپارښتنې شریکې کړې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۶:۱۱
شاروالی مهترلام

د پنجشنبې په ورځ د مرغومي په ۴ نېټه په ټولنیزو چارو کې د لغمان ولایت مرستیالې اغلې برېښناساپۍ داسې حال کې د مهترلام ښاروالۍ د بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه چې د ولایت مقام ددفتر رئیس محمد قسیم کوهستاني او مهترلام ښاروال انحنیر نظیف الله الکوزي یې هم ملتیا کوله.

په پیل کې د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د خپلو ترسره کړو چارو، لاس لاندې او راتلونکو پروګرامونو، فساد سره مبارزې، غصب مخنیوي، د برېښنایي حکومتوالۍ د فعالیدو، په وخت د مراجعینو د ستونزو حل، د ښار پاکوالي او پراخوالي او ګنو نورو برخو او شعباتو اړوند معلومات د ولایت له مرستیالې سره شریک کړل او د هغو ستونزو په اړه یې ورسره یادونه وکړه چې د مهترلام ښاریان ورسره مخ دي.

په ټولنیزو چارو کې د لغمان ولایت مرستیالې برېښنا ساپۍ د مهترلام ښاروالۍ له چارو څخه د ستاینې، مننې سربېره دوی ته په ګنو برخو کې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او په اداري او ښاري برخه کې د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

نوموړې د مراجعینو د کارونو په وخت ترسره کول، د حاضرۍ پابندي، د ښارپاکوالي او خصوصاً د شهیدانو د وارثینو د کارونو په وخت ترسره کېدو باندې ټینګار وکړ.

اغلې ساپۍ دغه راز د اشتغال ځایي (EZ_KAR_Project) له مسوولینو سره هم ولیدل او د هغوی له فعالیتونو یې ځان خبر کړ.

اغلې ساپۍ ددغې برنامې له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د موثر او صادقانه نظارت په برخه کې ځانګړې پاملرنه ولري.

شاروالی مهترلام

د ياونې وړ ده، چې دلغمان ولایت رهبري وخت په وخت د بېلابېلو ادارو له کاروونو څخه ليدنه کوي، ترڅو يې مسوولين خپلې چارې پر وخت ترسره کړي او ولسونو ته لازم خدمات وړاندې کړي.

۱۳۹۹/۱۰/۴

#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

#LMIC

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS