په پنځمه ناحیه کې مهترلام ښار ته د ښه راغلاست معیاري دروازه جوړیږي

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۱:۳۵
پراختیا

د مهترلام ښار د ښکلا او پراختیا په موخه، د پنځمې ناحیې د قرارګاه په ساحه کې مهترلام ښار ته د ښه راغلاست معیاري دروازه جوړیږي

په همدې موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق چې مالي او محاسبې آمر حاجي محمد زبیر سالار او د پنځمې ناحیې مدیر محمد منیر فاروق یې ملتیا کوله له یادې ساحې څخه لیدنه وکړه او د دروازې د جوړېدو لپاره یې ځای مشخص کړ

ښاروال همداراز د قرارګاه دوکاندارانو ته سپارښتنه وکړه، چې پلې لارې د خلکو پر مخ خلاصې وساتي او د پنځمې ناحیې مدیر ته یې لارښوونه وکړه، چې د قرارګاه بازار څخه په دوامداره توګه نظارت ترسره کړي، ترڅو ښاري نظم خوندي پاتې شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS